ايران: امريکا په ښکاره توګه سمندري غلا او لوټماري کوي

April 28, 26 Farmanullah zubairzai

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د هند سمندر کې د ایران د تېلو د ټانکرونو د امریکا له خوا نیول غندلي او واشنګټن یې تورن کړی، چې په ښکاره توګه یې د سمندري غلا او وسله‌والې لوټمارۍ قانوني کوي.

بقايي ويلي، د امريکا دا کړنه په ښکاره توګه د سمندري غلا او په آزادو اوبو کې د وسله‌والې لوټمارۍ قانوني کول دي.

نوموړی زیاتوي امریکا د غلو د بیا راتګ ته ښه راغلاست وايې او دا داسې غله دي، چې د حکومت له خوا ورکړل شوي حکمونه لري، د رسمي بیرغونو لاندې سفر کوي، او خپل لوټ ته د قانون پلي کول وایي.

بقايي په وينا، چې متحده ایالات باید د دې ښکاره غیرقانوني چلند بشپړ مسؤلیت واخلي، ځکه دا عمل د نړیوال قانون او نړیوالې آزادې سوداګرۍ باندې برید دی او د سمندري امنیت بنسټیز اصول ګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا په روانه مياشت کې پر له پسې توګه د ايران کېښتۍ په ازادو اوبو کې نسې.