میرضیایف: دافغانستان خلک هڅاند، او د بډایه فرهنګ لرونکي خلک دي

April 28, 26 Nazo omari

د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ددغه هېواد له چارواکو او خلکو غوښتي، چې له افغانانو سره د ورورولۍ روحیه لا پیاوړې کړي.

هغه په تاشکند کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار کړی او افغانان یې زيار کښ او د بډایه فرهنګ درلودونکي دي.

میرضایف زیاته کړې، چې له افغانستان سره د دوی پیاوړې ملګرتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

هغه همداراز ویلي، چې د افغانانو هڅې او کوښښونه  کولی شي د ګډ اقتصادي پرمختګ لپاره دپام وړ فرصتونه رامنځته کړي.