روسیه: اوکراين لا تراوسه دې موقف ته نه دی رسېدلی چې د جګړې د پای لپاره دې روسيې ته شرطونه وټاکي
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي، چې هېواد يې له اوکراين سره د جګړې د حل په موخه ډيپلوماتيکې هڅې کوي؛ خو اوکراين لا دې موقف کې نه دی چې روسيې ته دې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه شرطونه وټاکي.
هغې له يوې هندي رسنۍ سره خبرو کې ويلي، «روسیه د اوکراين د جګړې د ژر ډيپلوماتيک حل لپاره چمتو ده؛ خو اوکراين او لويديځ ملاتړي يې له دې ډېر لري دي، چې روسيې ته شرايط وټاکي.»
هغې نيوکه کړې، چې د اوکراين ملاتړي هېوادونه نه غواړي دغه جګړه پای ته ورسېږي.
نوموړي همداراز ويلي، که څه هم مسکو له امريکا سره د خبرو په تړاو لوړې هیلې نلري؛ خو بيا هم ديپلوماسي ته دوام ورکوي.





