بروجردي: مونږ د اوږدې جګړې وړتیا لرو
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې مشر علاءالدین بروجردي ویلي، چې دغه هېواد به هېڅکله پر هرمز تنګي خپل کنټرول له لاسه ور نه کړي.
هغه ټینګار کړی، چې ایران د پرمختللو وسلو په لرلو سره د اوږدمهالې جګړې وړتیا لري.
همهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بېو د لوړوالي له امله د خپلو اجراییوي چارواکو او د تېلو د یو شمېر شرکتونو له مسوولانو سره کتلي دي.
د اکسیوس رسنۍ د راپور له مخې، د جګړې له امله د نفتو د هر بېرل بیه ۴۰ اعشاریه ۱۸ ډالره لوړه شوې، چې دغه وضعیت د ټرمپ پر ادارې فشارونه ډېر کړي دي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو او ستراتیژیکو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه نفت له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.





