ایران: نه د سمندري قوانینو د تړون غړي يو او نه د دغه قانون پابندي کوو
ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي استازولي ويلي، چې تهران د ۱۹۸۲ کال د سمندرونو د قانون په اړه د ملګرو ملتونو تړون غړی نه دی، نو ځکه د دې تړون قوانين پر ځان نه مني.
دغه استازولۍ پر اېکس ليکلي، چې ایران د یوه مهم ساحلي هېواد په توګه قانوني واک لري او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې او د دې د مخنیوي لپاره لازم او متناسب اقدامات وکړي، ترڅو د هرمز تنګي څخه دښمن د پوځي موخو لپاره استفاده ونه کړي.
دغه دفتر زياته کړې، چې ایران په دغه تنګي کې د مناسبو اقداماتو د کولو حق خوندي ساتي، او خبرداری یې ورکړی چې په سیمه کې تلپاتې ثبات د ایران پر ضد د تېري په پای ته رسېدو پورې تړلی دی.
د سرچینې په وینا امریکا د سمندري تګ - راتګ ګډوډۍ رامنځته کوي، چې واشنګټن د غیرقانوني کړنو له لارې نړیوال سمندري امنیت له خطر سره مخ کوي.





