خوړو نړيوال پروګرام : جګړه به ١ اعشاریه ٢ میلیونه لبنانیان له شدیدې لوږې سره مخ کړي

April 29, 26 Nazo omari

 

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د خوړو او کرنې ادارې په ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې په لبنان  کې د جګړو دوام او خراب امنیتي وضعیت ښايي له ١ اعشاریه ٢ میلیونو ډېر لبنانیان له سختې لوږې او خوراکي بحران سره مخ کړي.

د یادو ادارو په وینا، روانې جګړې د خلکو د ژوند پر شرایطو ناوړه اغېز کړی، اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې او ګڼې کورنۍ یې د خوړو له کمښت سره مخ کړې دي.

د یادونې ده، چې پر لبنان د  اسرا... د تیرې ورځې بریدونه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ کسان وژل شوي وو.