ټرمپ: پر ايران به د بنديزونو نوې لړۍ پيل شي
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ويلي، د ایران پر وړاندې د نوې او اوږدمهاله بندیز (بلاکاد) لپاره چمتووالی ونیسي.
ټرمپ پریکړه کړې، چې د ایران اقتصاد او د تېلو صادرات لا د زیات فشار لاندې راولي، چې تر څو د ایران بندرونو ته د کښتیو تګ - راتګ نور هم محدود کړي.
د ټرمپ پر وينا، چې امريکا نور انتخابونه هم لري، لکه بیا پراخ پوځي بریدونه پیل کول، چې د اقتصادي بندیز په پرتله ډېر خطر لري.
بلخوا يو شمير امريکايي چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې ټرمپ دا اقدام د ایران د نظام مالي سرچینو کمزوري کولو لپاره ترسره کوي، تر څو تهران دې ته اړ شي، چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي.





