ننګرهار کې ۵۳۰ کورنیو ته استوګنيزې نمرې وېشل شوي
خبریال: حسین الله محمدخېل
د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړي، چې د ياد وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې راستنو شوو مهاجرينو ته د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ په دوام، تیره ورځ (۵۳۰) کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي، د خانکي ښارګوټي کې د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ د (۳۳۵) کورنیو ته په وېشل کېدو سره پیل شوه، ورپسې د پنجشنبې په ورځ (۴۹۸) او د جمعې په ورځ (۴۱۳) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې. د شنبې ورځې د وېش په ګډون، په ټوله کې (۱۷۶۷) کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي او دغه بهیر لا هم دوام لري.





