د مس عینک له ۱۴ سوو ډېر لرغوني اثار د ترمیم او ساتنې په موخه د لرغون پالنې ریاست ته انتقال شوي

August 04, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۱۳ اسد ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د لرغون پالنې ریاست خبر ورکړی چې، د لوګر ولایت د مس عینک له لرغونو سیمو ۱۴۳۰ قلمه تاریخي اثار د دې ریاست مرکزي لابراتوار ته انتقال شوي دي.

مسوولانو ویلي، دغه اثارو کې د خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، لرګي او هډوکي جوړ توکي شامل دي چې د پاکولو، لومړني ترمیم، پېژندنې او ثبت لپاره مرکزي لابراتور ته وړل شوي دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې په دغه لرغونو اثارو کې د کوشاني او ساساني دورې مسي سکې، کتیبې، جامونه، کوچنۍ کوزه ګانې، څراغونه، لاس بندونه، مهرې، د عقیق، لاجورد، عاج، هډوکو او نورو موادو نګینونه او یو شمېر نور باستاني اثار شامل دي.

د لرغون پالنې ریئس سید ذبیح الله سادات د دې وسایلو د انتقالولو هدف د یادو توکو سمه ساتنه او د افغانستان ملي موزیم چمتو کول یاد کړي دي.

سادات ویلي، دا تاریخي اثار د دې خاوري د لرغوني تاریخ، فرهنګ او تمدن ښکارندویې کوي او پر وینا یې چې کولی شي د تېر وخت د ښه پېژندنې او د ملي هویت د پیاوړتیا لامل شي.

باید وویل شي چې د دې توکو له ډلې د یو شمېر هغو تاریخ له پنځه زره کلونو ډېر اټکل شوی او د تاریخي او لرغون پالنې د څېړنو لپاره د ځانګړي ارزښت درلودنکي دي.