زمبابوی سریلانکا پر وړاندې یو ورځنیو لوبو ته لوبډله اعلان کړه

راپور: هدايت الله دانش
( کوه نور، سنبله ۴، ۱۴۰۴): د زمبابوی کرکټ بورډ په خپل کوربه توب د سریلانکا پر وړاندې دوه یو ورځنیو لوبو لپاره د کریګ اېروین په مشرۍ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه یو ورځنۍ لوبې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۹مه او ۳۱مه نېټه ترسره کېږي.
له یو ورځنیو لوبو وروسته دواړه لوبډلې د سپټمبر په ۳مه، ۶مه او ۷مه نېټه درې شل اوریزې لوبې هم کوي.
یو ورځنیو لوبو ته په ټاکل شوې لوبډله کې د کپتان کریګ اېروېن ترڅنګ براین بېنېټ، جاناتن کمپبیل، بین کرن، براډ ایوانز، ټریور ګواندو، ویسلي مادېویرې، کلیف ماداندي، ارنیسټ ماسوکو، توني مونیونګا، بلیسنگ مزرباني، ریچارډ نگاراوا، نیومن نیامهوري، سکندر رضا، برنډن ټیلر، سین ویلیمز شامل دي.
د زمبابوی لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکی برینډن ټایلر له څلور کلن ځنډ وروسته یوځل بیا یو ورځنیو لوبو ته ټاکل شوی.
ټایلر په ۲۰۲۱ کې له نړیوالو لوبو تقاعد وکړ او په ۲۰۲۲ کې پرې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري بندیز هم ولګول شو.
خو د روانې اګسټ میاشتې په ۵ نېټه د بندیز مودې له پای ته رسېدو سره سم بېرته نړیوال کرکټ ته راوګرځېد او د نیوزلینډ پر وړاندې دویمې ټېسټ لوبه کې ولوبېد، اوس یی تازه د یو ورځنیو لوبو په نوملړ کې هم ځای موندلی دی.
زمبابوی په دې وروستیو کې د نیوزیلینډ او سویلي افریقا پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې څلور شل اوریزې لوبې او د نیوزیلینډ پر وړاندې دوه ټېسټ لوبې په پرله پسې توګه بایللي دي.