هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اسيا جام اتلولي وګټله

د هند کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسيا جام سياليو پای لوبه وګټله.
دغه لوبه تېره شپه د کرکټ د دوه سرسختو رقيبانو، هند او پاکستان ترمنخ د متحده عرب اماراتو په کوربه توب ترسره شوه.
ياده لوبه کې هند د لوبې پچه وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
پاکستانۍ لوبډلې د لوبې وروستي اور کې خپلې ټولې ويکټې له لاسه ورکړې او هند ته يې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان لپاره صاحبزاده فرهان له نورو ډېرې ۵۷ منډې وکړې او د هند لپاره بیا کولديپ يادوف، چکرواتي، بومرا او اکسر پټيل دوه - دوه ويکټې ترلاسه کړې.
هند د پاکستان هدف د ۹۱.۴ اورونو په لوبولو او د پنځه ويکټو په زيان پوره کړ.
دغه سیالۍ د روانې مياشتې په نهمه نېټه پيل شوې وې چې د هند په اتلولي پای ته ورسېدې.
ياده دې وي چې افغان کرکټ ملي لوبډله هم په دغه سياليو کې وه، خو د ټورنمنټ په لومړي پړاو کې بهر شوه.