افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته د پنځوس اوريزه سياليو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

October 09, 25 Hamdullah Danish

 د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د پنځوس اوريزه لوبو لړۍ چې تېره ورځ پيل شوه، افغان لوبډلې پکې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

د دغې لوبې ټاس بنګله‌دېش وګټه او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو يې افغان لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په ګټه راشد خان او عظمت الله عمرزي درې - درې، الله محمد غضنفر دوه، ننګيال خروټي، يو لوبغاړی اوټ کړ.

افغان لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې ياد هدف د لوبې په ۴۸م اور کې د پنځه ويکټو په زيان سره پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز او رحمت شاه پنځوسيزې او عظمت الله عمرزي څلوېښت منډې وکړې.

د دغې لړۍ راتلونکې لوبه به د روانې اکتوبر مياشتې په ۱۱مه نېټه ترسره شي.