بنګلدېش پریمېئر لیګ؛ د ډهاکه کيپيټلز لوبډلې روزونکی محبوب علي د تمرين پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی

December 27, 25 Bilal ahmad Meerani

ڪابل (ڪوه نور، ۶ جدي ۱۴۰۴): په بنګله‌دېش پريمېئر ليګ "BPL" کې يوه زړه‌بوږنوونکې پېښه رامنځته شوې، چې پکې د ډهاکه کيپيټلز لوبډلې روزونکی محبوب علي د تمرين پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی دی.

د بنګله‌دېشي رسنيو د راپور له مخې، محبوب علي له لوبې وړاندې خپلو لوبغاړو ته تمرين ورکاوه، چې ناڅاپه پرې د زړه حمله راغلې ده. 

د راپورونو پر اساس، سره له دې چې محبوب علي ته په ميدان کې سمدلاسه CPR ورکړل شو، خو بېرته ژوندی نشو.

سرچینې لیکلي، نوموړی د امبولانس له لارې روغتون ته ولېږدول شو؛ خو هلته يې هم ډاکټرانو د مړينې تصديق وکړ.

باید وویل شي، چې نن د بنګله‌دېش پريمېئر ليګ په سلهټ ښار کې د ډهاکه کيپيټلز او راج‌شاهي وارئيرز ترمنځ سيالي روانه ده.