د افغانستان غوره لیګ سیالیو مراسم به نږدې وخت کې متحده عربې اماراتو کې ترسره شي
خبريال: فرمان الله زبيرزی
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغانستان غوره لیګ لوبو دویم پړاو مراسم به د ۲۰۲۵ کال د دسمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
افغان کرکټ بورډ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، له خپلو ستراتیژیکو پانګوالو ملګرو سره یې یو ځای د دغه لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د سیالیو جوړښت او نور جزیات په رسمي ډول په ډاګه کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې مراسمو کې به د کرکټ بورډ مشرتابه، د افغانستان کرکټ بورډ د پانګوال او همکارانو هر یو ITW MEA او TG شرکتونو مسوولین او نور سوداګریز همکاران ګډون وکړي.
د یادونې وړه ده، چې د افغانستان غوره لیګ لومړی پړاو ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و، چې پنځو لوبډلو پکې ګډون کړی وو.





