جانټن ټرات له نړۍوال جام وروسته له خپلې دندې استعفا کوي

November 03, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۱۰ عقرب ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې مشر روزونکی جانټن ټراټ به له افغان لوبډلې سره تر راتلونکي ۲۰ اوریز نړۍوال جام پورې، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ میاشت کې ترسره کېږي د روزونکي په صفت پاتې وي.

د افغانستان کرکټ بورد پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دا پرېکړه به د کرکټ د ملي لوبډلې د راتلونکو پرمختګونو لپاره د اوږد مهاله سټراټېژیک پلان سره سمه پلي شي.

کرکټ بورډ لیکلي، مشر روزونکي ټراټ په ۲۰۲۲ کال کې له افغان لوبډلې سره د توپوهنې برخه کې د مشر روزونکي په حیث دنده پیل کړې وه او له لوبغاړو سره له نږدې پاتې شوی، د افغان لوبډلې د پر مختګ او وړتیا لوړولو په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی دی.

سرچینې وړاندې لیکلي، افغان ملي لوبډلې د جانتن ټراټ تر روزنې لاندې د کرکټ په تاریخ کې یو شمېر لویې لاسته راوړنې، چې پکې د دوه لوبلړیو ګټل، نړۍوال جام کې د لویو لوبډلو ماتول او هغه بریاوې شاملې دي، چې افغانستان یې پر مټ د کرکټ په تاریخ کې نړۍوال حیثیت تر لاسه کړی دی.

کرکټ بورډ زیاته کړې، دا پرېکړه د افغان لوبډلې لپاره د یوه نوي فصل پیل دی او پر ټکو یې، چې هیڅ یوه نړۍواله لوبډله نه شي کولای، چې د خپل ځان لپاره تر پایه یو روزونکی ولري.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ ریئس میرویس اشرف ویلي، چې د مشر روزونکي جانتن ټراټ له مخلصانه هڅو، مسلکي چلند او کوښښونو څخه د زړه له تله مننه کوو.

اشرف ویلي، د افغانستان کرکټ د پر مختګ لپاره د ټراټ هڅې د پرمختګ د یوه مهم پړاو لپاره خورا مهمې وې او په راتلونڪي ژوند کې یې ورته د بریالیتوبونو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي ریئس نصیب الله خان هم د جانتن ټراټ هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې نوموړي د افغانستان د کرکټ په سفر کې یو مهم رول لوبولی، افغان لوبغاړي یې هڅولي او د نړۍ له قوي لوبډلو سره یې د سیالیو ترسره کولو وړ ګرځولي دي.

په وروستیو کې مشر روزونکي جانتن ټراټ هم له افغان لوبډلې سره د مشر روزونکي په صفت دنده ترسره کول د ځان لپاره یو ویاړ ګڼلی او ویلي یې دي، چې د افغان لوبډلې بریاوې، مینه او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د ستاینې وړ دي.

نوموړي ویلي، په هغه لاسته راوړنو ویاړم، چې د افغانستان لپاره مو په ګډو خواریو ترلاسه کړې دي او پر وینا یې، چې په راتلونکي کې به هم د افغان لوبډلې ملاتړ کوي.