محسن نقوي: راتلونکې جمعه پرېکړه کوو، چې نړيوال جام کې ګډون وکړو، که نه

January 26, 26 Hamdullah Danish

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي نن د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شريف سره ليدلي او هغه ته يې د ورستیو کړکېچونو په اړه معلومات ورکړي دي.
هغه پر خپل اېکس ليکلي، دغه ليدنه تر ډېره مثبته وه؛ خو له هر اړخيزې ارزونې وروسته به د پاکستان کرکټ راتلونکې جمعه پرېکړه وکړي، چې په نړيوال جام کې ګډون وکړي او که نه.
نقوي ليکلي، که په نړيوال جام کې ګډون وکړي هم؛ خو ښايي چې له هند سره لوبه له دې امله لغوه کړي چې ولې بنګله دېش له نړيوال جام څخه بهر کړ.

همدې حال کې بیا شهباز شريف هم ويلي، چې پرېکړه دې د پاکستان ګټو ته په کتلو وشي.

د يادونې ده، چې د کرکټ شل اوريز نړيوال جام د فبروري مياشتې په اوومه نېټه پيليږي.