وانشي د شل اوريز کرکټ د تاريخ لومړی لوبغاړی شو چې چټکې ۱۰۰۰ منډې پوره کوي

April 26, 26 Hamdullah Danish

د هند کرکټ د ۱۹ کلنې لوبډلې او د دغه هېواد په غوره ليګ کې د راجستان رويالز لوبډلې لپاره لوبېدونکی (۱۵ کلن) سوريا وانشي د شل اوريز کرکټ د تاريخ لومړی لوبغاړی شو چې چټکې ۱۰۰۰ منډې بشپړوي.

دغه ريکارډ له دې وړاندې اسټراليايي لوبغاړي ميچل اوون سره وو چې په ۵۳۳ توپونو يې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې وې؛ خو وانشي بيا همدا منډې په ۴۷۳ بالونونه کړي دي.

دغه ۱۰۰۰ منډې د تېرې شپې د چټکې سلیزې په مټ چې په ۳۶ بالونونه بشپړه شوه، پوره شوې.

وانشي، تېره شپه د سنرايزر حيدر اباد خلاف په ۱۵ بالونونه نيمه سليزه، په ۳۶ بالونونه سليزه بشپړه کړه او په دې سره يې د هند غوره ليګ د چټکو سليزو لرونکو لوبغاړو په لیست کې ځان شامل کړ.

دغه مقام کې لومړی ځای کریس ګیل لري، چې په ۳۰ بالونونه يې سليزه دويم او دریم ځای بيا وانشي لري چې تېر کال يې په ۳۵ او سږ کال یې په ۳۶ بالونونه سليزه بشپړه کړه.

وانشي ويلي، «د لوبې په اړه مې زياد فکر نه کاوه، همدا چې ويکټ برابره وه، خپله توپ وهنه مې وکړه.»

د‌ هغه په خبره، «زه د مقابل ټيم د بالرانو په اړه نه، د‌ هغوی د بالونو او پرې د شاټ په اړه فکر کوم.»

ياده دې وي، چې وانشي لا هم د هند ملي لوبډلې لپاره کومه لوبه نه ده کړې.