افغانستان د ايرلينډ پړ وړاندې د يو ورځنيو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

July 24, 26 Hamdullah Danish

د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلينډ پر وړاندې د پنځه يو ورځنيو لوبو لپاره چې په ياد هېواد کې پيليږي، لوبډله اعلان کړه.
دغه لوبې د اګست په پنځمه پيليږي، چې تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي.
ياده لوبډله کې کپتان رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، رحمان الله ګربز، صديق اتل، ابراهيم ځدران، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل،  ننګيال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، يمين احمدزی، سليم صافی، فضل الحق فاروقي او ضياالرحمن شريفي شامل دي.
په احطياطي لوبغاړو کې قیس احمد، بشير احمد، فريد ملک او بلال سميع شامل دي.