د کرکټ نړیوالې شورا پر افغان لوبغاړو د پاکستان برید وغانده
د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان پوځي رژیم له لوري د افغانستان کورني کرکټ پر لوبغاړو برید په کلکه غندلی او دا یې یو ظالمانه عمل بللی دی.
یادې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو لوبغاړو پر مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او د افغانستان له کرکټ بورډ سره یې خپله ژوره خواخوږي شریکه کړې ده.
په ورته مهال، افغان کرکټ بورد هم د کرکټ نړیوالې شورا د یاد دریځ هرکلی کړی او دا یې د بې پرېتوب اصل ګڼلی دی.
په همدې حال کې د هند کرکټ بورډ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر دې پېښه خواشیني ښودلې او له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې په ملکي وګړو برید وکړ چې د کورني کرکټ درېیو لوبغاړو په ګډون اته تنه په کې شهیدان او لږ تر لږه لس نور لوبغاړي او ملکیان ټپیان شول.
دغه لوبغاړي د پکتیکا په مرکز ښرنه کې له یوې سیمه ییزې لوبې وروسته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي وو.
له بلې خوا، د کرکټ ملي لوبغاړو هم د پاکستان یاد برید غندلی او دا یې له نړیوالو او بشري اصولو سرغړونه بللې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ تېره شپه اعلان وکړ چې د یاد برید په غبرګون کې له پاکستان سره کېدونکې لوبلړۍ لغوه کوي او دغه عمل په کلکه غندي.





