راشد خان د يو ورځنيو لوبو درجه بندي کې لومړی مقام وګاټه

October 15, 25 Hamdullah Danish

 د افغان کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان د يو ورځنيو لوبو په نوې درجه بندي کې لومړی مقام وګاټه.
د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، افغان ورو توپ اچوونکي راشد خان وروسته له هغه دغه مقام ترلاسه کړ چې د بنګله دېش خلاف روانه لوبلړۍ کې يوولس ويکټې واخيستې.
سرچینې ليکلي، راشد خان د لومړي ځل لپاره لومړی مقام په ۲۰۱۸ کال ترلاسه کړ، بیا يې په ۲۰۲۴ او اوس یې يې بيا لومړی مقام وګاټه.
سرچينې زياته کړې، راشد خان اوس مهال له افريقايي کيشو مهاراج چې دويم مقام لري، ۳۰ نمرې مخکې دی.
د کرکټ نړيوالې شورا راپور زياتوي، ابراهيم ځدران له  دغې لوبلړۍ وروسته اته درجې مخکې شوی او عظمت الله عمرزي هم ۲۱م مقام ګټلی دی.
سرچينې زياته کړې، عظمت الله عمرزي په الراونډرانو کې لومړی مقام ګټلی دی.
دغه درجه بندي داسې مهال کيږي چې افغان لوبډلې له بنګله دېش د شل اوريزه لوبو لړۍ کې درې صفر ماتې وخوړه، خو په پنځوس اوريزه لړۍ کې يې بنګله‌دېش ته درې صفر ماتې ورکړه.
افغان لوبډله به څو ورځې وروسته د زيمبابوې په کوربه توب د درې شل اوريزه او يوه ټسټ لوبه وکړي.