د کرکټ نړۍوالې شورا د پاکستان کرکټ بورد غوښتنه رد کړې

کابل (کوه نور، ۲۶ سنبله ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا د پاکستان کرکټ بورډ هغه غوښتنه چې د آسیا جام د سیالیو د لوبڅار "انډي پایکرفت" لرې کول وو، رسماً رد کړې ده.
د "کرکبز" د راپور له مخې، دا پرېکړه تېره شپه د پاکستان کرکټ بورډ ته رسماً ابلاغ شوې ده.
د شورا په لیک کې ویل شوي، چې پایکرفت د یکشنبې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ په لوبه کې د لوبغاړو ترمنځ د نهلاس ورکولو په موضوع کې هېڅ رول نهدرلود.
د پاکستان کرکټ بورډ ادعا کړې وه، چې پایکرفت د پاکستان له کپتان، سلمان علي آغا غوښتي و، چې د هند کپتان، سوریهکومار یادو ته لاس ورنهکړي او دا یې د لوبڅار د یو طرف کې واقع کېدو نښه بللې وه.
نړۍوالې شورا وضاحت ورکړی، چې پایکرفت یواځې د آسیايي کرکټ شورا د چارواکو پیغام سلمان علي آغا ته رسولی و او دا پرېکړه خپله د هغه نه وه.
دا مسئله د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د چهارشنبې ورځې حساسه لوبه لا زیات مرکز ته راوستې ده.
د پاکستان کرکټ بورډ خبرداری ورکړی، چې که پایکرفت د لوبڅار په توګه پاتې شي نو دوی به پاتې لوبې ونه کړي.
بلخوا پاکستاني رسنیو ویلي، چې کرکټ بورډ له حکومت سره د راتلونکو ګامونو په اړه سلا مشورې کوي.
باید وویل شي چې تر اوسه دا هم نهده روښانه چې د لوبې مخکې د پاکستان لوبډلې مطبوعاتي غونډه به د پلان سره سم ترسره شي که نه.