ساینټ لوشیا کینګز لوبډلې ګیانا امازون ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه

راپور: هدايت الله دانش
(کوه نور، سنبله ۵، ۱۴۰۴): د کرابین کرکټ لیګ په ۱۳مه لوبه کې ګیانا امازون واریرز لوبډلې په لومړي نوبت توپ وهنې په پوره شل اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان ۲۰۳ هدف وټاکه.
د یادې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې روماریو شېفرډ ۷۳، افتخاراحمد ۳۳ او بین مکډرمټ ۳۰ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
ساینټ لوشیا کینګز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۸،۱ اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یی د ۴ ویکټو او ۱۱ توپونو په توپېر ماتې ورکړه.
د لوشیا کینګز لوبډلې لپاره توپ وهنه کې اکیم اوګسټ ۷۳، ټېم سایفرټ ۳۷ او ټېم ډېوېډ ۲۵ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
اکیم اوګسټ چې په دې لوبه کې یی په ۵۳ توپونو ۷۳ چټکې منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یاد کرکټ لیګ د لوبو په دوام سبا سهار ۳:۳۰ بجې ترینباګو نایټ رایډرز او انتیګوا بربودا فالکن لوبډلې سره مخ کېږي.
د ۲۰۲۵م کال کرابین لیګ سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې په ۱۴مه نېټه د شپږ لوبډلو په ګډون په ویسټ انډیز کې پیل شوي او د سپټمبر تر ۲۲ مې ڼېټې دوام کوي.