د افغانستان، سريلانکا او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ پيليږي

September 07, 25 Hamdullah Danish

 کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د افغانستان، سريلانکا او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ د دغه هېواد په کوربه توب پيليږي.
سرچينې ليکلي، دغه لوبلړۍ به د روان ۲۰۲۵ زيږديز کال د نومبر په ۱۷مه نیټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۹مې نېټې دوام وکړي‌.
يادې لوبې د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې کيږي.
کرکټ بورډ ليکلي، د دغه سياليو لومړۍ شل اوريزه لوبه به د نومبر مياشتې په ۱۷مه نېټه د افغانستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د يادې شل اوريزه درې اړخيزه لوبلړۍ وروستۍ لوبه به د نومبر مياشتې په ۲۹مه نېټه کيږي.
همدې حال کې بيا افغان کرکټ ملي لوبډله له بنګلادېش سره هم د روان کال اکتوبر مياشت کې درې شل اوريزه او درې پنځوس اوريزه لوبې کوي.
د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس دغه لوبلړۍ د افغان کرکټ لوبډلې لپاره مهمه بللې ده.
ياده دې وي چې افغان لوبډله نن له پاکستان سره د دغه هېواد او متحده عربي اماراتو ترمنځ د پيل شوې درې اړخيزه لوبلړۍ پای لوبه کوي.