غزه کې د اسرایلي ځواکونو نننیو بمباریو کې ۲۳ تنه وژل شوي

September 13, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۲۲ سنبله ۱۴۰۴): اسرایلي ځواکونو غزې ښار کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی، چې په پایله کې یې د نننۍ بمبارۍ له امله ۲۳ تنه وژل شوي دي.

د غزې الشفا روغتون، چې مړي او ټپیان ور لېږدول شوي ویلي، چې په وژل شویو ۲۳ تنو کې ۱۲ فلسطیني ماشومان دې.

تر وړاندې د غزې د ملکي دفاع ادارې خبر ورکړی و، چې پرون د اسرایلي ځواکونو د بریدونو له امله غزه کې ۵۰ تنه وژل شوي دي.

اسرایلو په تېرو څو ورځو کې د غزې په ښار کې عملیاتو ته زور ورکړی او په دې ترڅ کې یې لوړ پوړیزې ودانۍ په دې تور ویجاړې کړي، چې ګواکې حماس ډلې په هغو کې کشفي وسایل ځای پرځای کړي وو.

د غزې روغتیایې چارواکو ویلي، په شېخ رضوان ناحیه کې اسرایلي ځواکونو له تېرې شپې ان تر سهاره بمبارۍ ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یوې مور او درې ملشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي دي.