د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د بندیانو چارو کې د ټرمپ له ځانګړي استازي سره لیدلي

September 13, 25 Bilal ahmad Meerani

کابل (کوه نور، ۲۲ سنبله ۱۴۰۴): د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د بندیانو چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ادم بولر په مشرۍ له مل پلاوي سره لیدلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پکې شتون درلود.

دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان سیمې او نړۍ پر روانو حالاتو د خبرو کولو تر څنګ د امریکا او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم سره خبرې کړې دي.

پیل کې ملا عبدالغني برادر هېواد کې اقتصادي پر مختګ ته په اشارې سره ویلي، چې  د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت پر واکمنېدو سره اداري فساد ختم شوی، د نشه یې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی شوی، د بې کارۍ کچه راټیټه شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ خپل ځای ثابت ساتلی دی.

برادر همدارنګه د امریکا له لوري لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره ویلي، چې په ځینو برخو کې لا هم هغومره پرمختګ نه دی شوی لکه څومره، چې اړتیا لیدل کېږي او لامل یې هم د امریکا او نړۍوالې ټولنې لخوا لګول شوي بندیزونه ښودلي دي.

له برادر وروسته د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بولر خبرې کړي او ویې ویلي یې دي،  چې امریکا او افغانستان د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او له دې تړون څخه هیڅ لوري سرغړونه نه ده کړې.

بولر افغانستان کې په اقتصادي برخه کې شوي اقتصادي پرمختګونه ستایلي او د امریکا او افغانستان ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او تعامل ټینګار کړی دی.

نوموړي د افغانستان او امریکا ترمنځ د بنديانو د تبادلې موضوع ته په اشارې سره وویل چې دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي.