شهباز: افغانستان دوه انتخابه لري، يا موږ يا تر.ه.ګ،ر

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د هغه ۱۲ تنو هلاک شويو پاکستاني پوځیانو چې د پښتونخوا سوات کې وژل شوي وو، د جنازې مراسمو کې ويلي، افغانستان دې زمونږ او ترهګرو ترمنځ يو انتخاب کړي.
نوموړي افغان حکومت تورن کړی چې د هند په ملاتړ پاکستان کې د جنګېدونکو وسلوالو ملاتړ کوي.
هغه ويلي، هر څوک چې د پاکستان خلاف د جنګياليو ملاتړ کوي، سخت ځواب به ورکړي.
نوموړي همداراز د خپل هېواد په بريدونو کې افغانان ښکېل بللي او حکم یې کړی چې غیر قانوني کډوال ژر وباسي.
دا لومړی ځل نه دی چې شهباز د خپل هېواد د نا امني مسوول افغانستان ګڼي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم بار بار افغانستان تورن کړی دی.
افغان حکومت د نننيو څرګندونو په اړه څه نهدي ويلي، خو تر دې وړاندې یې دغه ډول څرګندونې بې بنسټه بللي دي.