کانګو کې د دوه بېړیو په جلا جلا پېښو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي

کابل (کوه نور، ۲۲ سنبله ۱۴۰۴):
په دیموکراتیک کانګو جمهوریت کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د بېړیو په دوه جلا پېښو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ورک شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو او راپورونو په اساس، دواړه پېښې د هېواد په شمال لوېدیځ کې شوې دي.
ځایې چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې یوې بېړۍ ډېری زده کوونکي انتقالول، چې عمرونه یې له ۱۲-۱۵ کلونو پورې وو او پر وینا یې، چې دا شمېر زده کوونکي د رخصتیو وروسته د نوي تعلیمي کال د پیل لپاره د باسانکوسو ښار ته روان وو.
راپورونو کې راغلي، پر زده کوونکو دغه بار بېړۍ د چارشنبې په شپه چپه شوې، چې پکې د لسګونه زده کوونکو په ګډو له ۱۰۰ ډېر کسان مړه شول.
د سیمې د ټولنیزو بنسټونو پر وینا، دا پېښه د شپې شاوخوا لس بجې د نسولو او مارینګا سیندونو د یوځای کېدو په ځای کې رامنځته شوې وه.
د مسوولانو پر وینا دا بېړۍ، چې بوکندا نومېده د ډېر بار له امله له درې نورو کښتيو سره ټکر شوې وه، چې په پایله کې یې لسګونه تنه ووژل شول.
همداراز د پنجشنبې په ماښام بلې بېړۍ، چې نږدې ۵۰۰ کسان پکې سپاره وو؛ د لوکولیلا په سیمه کې اور واخیست او وروسته چپه شوه.
د راپورونو له مخې، دې کښتۍ کې هم لږ تر لږه ۱۰۷ کسان مړه، ۲۰۹ ژغورل شوي او ۱۴۶ تنه نور ورک شوي دي.
د الجزیرې په راپور کې راغلي، دا دواړه پېښې د کانګو پر طبیعي زېرمو بډایه ولایت اکواتور کې شوي، چې له پلازمېنې کینشاسا څخه سلګونه میله لیرې پروت دی.
راپور کې راغلي، د کانګو ولسمشر فېلیکس تشیسکیدي هغه مهال په قزاقستان کې په رسمي سفر بوخت و؛ خو د جمعې په ورځ له راستنېدو سره سم یې د وزیرانو غونډه وکړه، که څه هم تراوسه یې په ښکاره د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د کانګو په شمال لوېدیځ کې یوازې د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه د څلور سترو بېړیو پېښې شوي، چې تر ۵۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.