د خواف هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز کارونه پیل شوي

کابل (کوه نور، ۲۲ سنبله ۱۴۰۴): د خواف-هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز عملي کارونه له ۵۴ میلیونو ډېرو امریکايې ډالرو په لګښت پیل شوي دي.
د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د دې فاز له بشپړېدو سره به د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ پروژه بشپړه شي.
هرات کې د دې پروژې د پرانېستې مراسم ترتيب شوي وو، چې پکې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال، د هرات والي، د ټولګټو وزارت يوشمېر رئيسانو، تخنيکي انجنيرانو او د ګڼ شمېر حکومتي ادارو مسوولانو ګډون کړی و.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده، چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې یې ګډون کړی و هېواد کې د اوسپنې پټلۍ پر اهمیت او پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له بشپړېدو سره به هېواد د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ په نښلوونکې څلور لارې بدل شي.
صاحبزاده ویلي، د يادې پروژې لګښتونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لخوا ورکول کېږي، چې په بدل کې به يې د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د جست او سرب له کان څخه استفاده وشي او چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د هرات-تور غونډۍ او هرات-سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ کارونه هم پیل شي.
په همدې حال کې د هرات والي اسلام جار په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ په څېر پروژو سره به هرات پر یوې ترانزيټي څلورلارې او د سوداګریزو توکو د تبادلې پر مرکز بدل شي.
د ټولګټو وزارت مسوولانو ویلي، د دې پروژې لاره له ده سرخ سیمې پیل او تر هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېږي، چې په ۲۴ کاري میاشتو کې به يې کارونه پای ته ورسېږي.
باید وویل شي، چې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ په مجموعي توګه ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او پاتې ۱۴۹ کیلومتره یې د افغانستان خاوره کې تېر شوی دی.