امریکایې غټ شرکتونه برېټانیا کې ۱.۷ میلیارد ډالر پانګونه کوي

کابل (کوه نور، ۲۲ سنبله ۱۴۰۴): د بریتانیا حکومت پرون اعلان کړی، چې د امریکا له لویو مالي بنسټونو څخه د ۱.۷ میلیاردو ډالرو څخه ډېرې نوې پانګونې ترلاسه کوي، چې ورسره به هم مهاله په برېټانیا کې نږدې ۱۸۰۰ دندې رامنځته شي او ورسره به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دولتي سفر تر مخه د اتلانتیک دواړو غاړو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د رویټرز راپور له مخې، دا پانګونې به د بریتانیا په بېلابېلو ښارونو کې وشي.
د رویټرز په راپور کې راغلي، د دې پانګونو له ډلې به بانک اف امریکا په شمالي آیرلنډ کې خپله لومړنۍ څانګه پرانیزي، چې ورسره به تر ۱۰۰۰ پورې دندې په بلفاست کې رامنځته شي.
راپور کې همدارنګه راغلي، چې د سیټي ګروپ د ۱.۱ میلیاردو پونډو پانګونې ژمنه کړې، چې د شمالي آیرلنډ په ګډون یې د بریتانیا پر څانګو پراختیا رانغاړي.
سرچینې وړاندې لیکلي، په مانچسټر کې به S&P Global له څلورو میلیونو پونډو څخه زیاته پانګونه وکړي او ۲۰۰ دندې به رامنځته کړي.
همدارنګه وړاندې لیکل شوي، چې "Black Rock" په اېډنبرا کې نوی دفتر پرانیستی او پلان لري، چې راتلونکي کال کې د بریتانیا په بازارونو کې اووه میلیارده پونډه پانګونه وکړي، چې په سیمه کې یې د کارکوونکو شمېر نږدې دوه برابره کړي.
د برېټانیا د سوداګرۍ وزیر پیټر کایل دغه پانګونه د برېټانیا د مالي جذابیت د دوام نښه بللې او د برېټانیا-امریکا ملګرتیا یې د "طلایي دهلېز" په نوم یاده کړې ده.
په همدې حال کې د برېټانیا د ماليې چارو وزیرې ریچل ریورز بیا ویلي، چې دغه پروژې به "ودې ته نوې ساه ورکړي" او "په ټوله برېټانیا کې به ګټې ورسوي."
حکومت څرګنده کړې، چې دا نوې معاملې د بریتانیا او امریکا د کلنۍ ۲۰ میلیاردو پونډو سوداګرۍ سره سمون لري.
برېټانیایې چارواکو همدارنګه تایید کړې، چې په راتلونکو ورځو کې به لندن او واشنګټن د ټکنالوژۍ یوه هوکړه لاسلیک کړي؛ ترڅو د دواړو ټریلیوني ډالرو ټیک سکتورونو ترمنځ همکاري به نوره هم ډېره شي.
د یادونې وړ ده، چې ټرمپ به د سپتمبر په ۱۹ نېټه د درې ورځني دولتي سفر لپاره بریتانیا ته ورشي، چې دا به د هغه د ولسمشرۍ دوهم رسمي سفر وي.