ننګرهار کې د ورستیو سېلابونو او ورښتونو له امله ۴۱ مړه او ۸۴ ټپيان شوي

April 09, 26 KohiNoor

خبريال: حسین الله محمد 

د ننګرهار د رسنیو دفتر په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو په ګډون د ورستيو ورښتونو او سېلابونو له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۱ تنه مړه او ۸۴ کسان ټپيان شوي دی.

همداراز د ياد ولايت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رئيس قاري داد محمد حسیني وايي، دوه زره او ۱۱۳ کورنه ړنګ شوی چې او دوه زره او ۷۰۳ کورنيو ته په بيلابېلو برخو کې مالي زيانونه اوښتی دی.

بل لور ته د دغه ولايت د کرنې رئیس مولوی عبدالستار محمد وايي، چې ۱۴ زره او ۴۵۰ جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه او ۷۱۱ ميوه لرونکې او غيرې ميوه لرونکې ونې له منځه تللي دي.

نوموړی وايي، ۱۱ زره او ۴۹۵ متره کانالونه او ۱۹۰ بندونه او سر بندونه هم تخريب شوي دي.

هغه زياتوي، په دې پیښو کې دوه زره او ۴۱۶ حيوانات هم له منځه تللي.