کرزي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندي
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته په یو لېږلي لیک کې غوښتي، چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندي، کوم چې د انساني مرګ ژوبلې او د ملي تاسیساتو د زیانمنېدو سبب شوي او د نړیوالو اصولو او د ملګرو ملتونو له مقرراتو سره په ټکر کې دي.
هغه همدا راز له ګوټرېش غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د مکررو بریدونو او سرغړونو د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي او د کړکېچ کمولو سره سیمه له ناامنۍ خلاصه کړي.
کرزی دغه غوښتنه داسې مهال کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چین په ارومچي ښار کې د وروستي کړکېچ په تړاو مذاکرات روان دي؛ خو تراوسه دواړه لوري کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي.
د حکومت مرستيال وياند دوه ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې پر افغانستان د پاکستان بريدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان شول او ۲۶۲ نور ټپيان شول.
هغه دغه راز د سلګونو کورنو د بشپړ او نیمه بشپړ ويجاړېډو خبر هم ورکړی دی.





