د افغانستان پاکستان ترمنځ کړکېچونو ۹۴ زره کسان بې‌ځایه کړي دي

April 08, 26 Nazo omari

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله څه د پاسه ۹۴ زره کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، په دغو بې‌ځایه شویو کې نږدې ۱۳ زره او ۴۰۰ کورنۍ شاملې دي، چې ډېری یې د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار او کنړ ولایتونو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي وو، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۶۱ ملکیان شهیدان او ۲۶۲ نور ټپیان شوي دي.