د کډوالي نړیوال سازمان افغانستان کې له سېلاب ځپلیو سره د غیر خوراکي توکو مرستې کړي

April 15, 26 Hamdullah Danish

د کډوالي نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې افغانستان کې یې له ۲۳۰۰ کورنیو سره چې د سېلابونو له امله زیانمن شوي وو، د غیر خوراکي توکو مرستې کړي دي.

سرچینې لیکلي، په دغه مرستو کې خېمې او نور توکي شامل دي.

دغه مرستې داسې مهال کیږي، چې هېواد کې ورستیو ورښتونو او سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته مالي زیانونه واړول.

پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، یادو سېلابونو کې شاوخوا ۱۸۰ نفره مړه شوي دي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د چین سرې مياشتې ټولنې هم هېواد کې له سېلاب ځپلیو سره ۱۰۰ زره امریکايي ډالر مرسته وکړه.