متقي: د افغانستان او ریاض ترمنځ اړیکې به لا پراخې شي

April 15, 26 Nazo omari

د بهرنیو چاور وزارت وزیر امیرخان متقي کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره په لیدنه کې د چین په اورمچي ښار کې د ا.ا.ا او پاکستان ترمنځ په ترسره شويو مذاکراتو ترڅنګ د سیمې پر ورستیو بدلونونو هم خبرې کړې دي.

متقي د کابل او ریاض ترمنځ اړیکې مثبتې بللي، او هیله ښودلې چې دا اړیکې به په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې لا پراخې شي.

 په همدې حال کې، د عربستان سفیر ټینکار کړی، چې په افغانستان کې اقتصادي، سیاسي او امنیتي ثبات ورته مهم دی او هېواد یې په دغو برخو کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی.