هرات کې د ښځینه خطاطانو له خوا په لاس لیکل شوی قرآن کریم نندارې ته وړاندې شو

April 15, 26 KohiNoor

خبريال: حسین الله محمد خېل 

د اطلاعاتو کلتور وزارت په خپل اېکس پاڼه خبر ورکړی چې هرات ولايت کې د ښځينه خطاطانو له لوري د ۱۶ مياشتو په موده کې په لاس ليکل شوی قرآن کریم نندارې ته وړاندي شو

خبر پاڼه زياتوي، ياد نندارتون د هرات اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ترکیې د همکاریو اژانس د دفتر په همکاري د کلتوري نندارتون په لړ کې د ترکیې هيواد د سفیر په شتون کې پيل شوی دی.

‏د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلینو زیاته کړه، چې دغه نندارتون کې د یاد قرانکریم ترڅنګ د خطاطۍ هنري نږدې سل نور اثار هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

ورته مهال د ترکيې سفير د دې نندارتون د ليدنې پر مهال د ترکیې هېواد له لوري د کلتوري او هنري پروګرامونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ او دا ډول نوښتونه يې د دواړو هيوادونو تر منځ د کلتوری اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون به څلور ورځې دوام وکړي، چې دوه ورځې يې د ښځو او دوه ورځې يې د نارينه وو لپاره ځانګړې شوي دي.