ذ.م: بندیزونه د افغانانو په حق کې ظلم دی

April 14, 26 Nazo omari

د حکومت ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ا.ا.ا د ځینو چارواکو د نوملړ د تازه کولو په غبرګون کې ویلي، چې بندیزونه او تحریمونه بې ګټې دي او هېڅ عملي ګټه نه لري.

ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا دا اقدام د افغانانو په حق کې ظلم بللی او ویلي یې دي چې یاد سازمان باید د افغانستان او نړۍ د نږدې کېدو لپاره کار وکړي؛ نه دا چې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امنیت شورا د ا.ا.ا د رییس‌الوزرا محمد حسن اخوند اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، او د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري نومونه د بندیزونو په نوملړ کې بدلونونو راوستي چې وړاندې هم په تحریم کې وو.

 پر دغو چارواکو د سفر وسلو بندیزونه ترڅنګ د هغوی شتمنۍ هم کنګل شوې دي.