د هېواد په ۹ ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره مرسته شوې
خبريال: حسین الله محمدخېل
د کډوالو چارو وزارت پر خپل ایکس پاڼه خبر ورکړی، چی روانه اونۍ د همکارو موسسو له لوري او دویمو واحدونو سره په همغږۍ کابل، سرپل، ننګرهار، لوګر، بلخ، بغلان، فراه، بادغيس او ارزگان ولایتونو کې ۳۴۱ بیځایه شويو، راستنو شویو او د طبعي پېښو له امله زيانمنو کورنیو سره مرسته ترسره شوه.
خبر پاڼه زياتوي چې په يادو مرستو کې نغدي پیسې، خوراکي توکې، د خياطۍ وسايل، جامې، روغتيايي کڅوړي، د پخلنځي وسايل او خيمې شاملې وې.
د معلوماتو له مخې، په کابل کې ۴۳ کورنیو سره ۴۶۲ زره ۲۵۰ افغانۍ، ننګرهار کې ۱۳۰ کورنیو سره دخیاطۍ وسایلو، سرپل کې ۱۳ کورنیو د خوراکي توکو، لوګر کې ۳۸ کورنیوسره ۶۳۰ زره ۸۰۰ افغانۍ، د روغتیايي توکو کڅوړو او پخلنځي وسایل، بغلان کې ۴۰۰ کورنیو سره ۶ قلمه خوارکي توکو، ارزګان کې ۷۰ کورنیو سره یوې یوې خیمې، فراه کې ۹۰ کورنیو سره یو میلیون ۳۹۵ زره افغانۍ، بلخ کې ۳۰۰ کورنیو سره ۶ میلیون ۶۱۵ زره افغانۍ او بادغیس کې ۲۵۷ کورنیو سره یو میلیون ۲۸۵ زره افغانۍ مرسته شوې.
همدارنګه د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په فراه کې ۱۰۳ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او معلولو وګړو سره ۲۰۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د يادوني وړ ده چې له دی وړاندي هم د کډوالو چارو وزارت له لوري له ګن شمیر اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته ترسره شوې وه.





