انګلستان له فرانسې خپل هېواد ته د کډوالو د مخنيوي په توګه ۶۶۰ ميلیونه پونډ ورکوي
د انګلستان حکومت پرېکړه کړې، چې له فرانسې سره د کډوالو د مخنيوي د درې کلن تړون له مخې به دغه هېواد ته تر ۶۶۰ ميليونه پونډو پورې ورکړي، څو د کانال له لارې انګلستان ته د ناقانونه کډوالو مخنيوي وکړي.
سرچينې ليکلي، په لومړي پړاو کې به ۵۰۰ ميليونه پونډه فرانسې ته د شمالي سيمو د څار او کنټرول په موخه ورکړل شي، چې له مخې به یې په ياده سيمه کې ۱۱۰۰ استخباراتي او پوځي پرسونل ځای پر ځای شي.
د ياد هېواد د سرحدي امنيت وزارت ويلي، که د ياد اقدام پايله ښه وه؛ نو ۱۶۰ ميليونه پونډه به نور هم ورکړي؛ خو که پايله یې د پام وړ نه وه، له يوه کال وروسته به د ياد تړون تمويل بند کړي.
رويټرز ليکلي، د څارنې په يادو تدابيرو کې بې پيلوټه الوتکې، دوه چورلکې، پرمختللې کمرې، دغه راز د فرانسې له لوري يوه سمندري بېړۍ او تر ۲۰ ډېر پوځي افسران وګماري، ترڅو په سمندر کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ ودروي.
سرچينې ليکلي، له ۲۰۲۴ کال راهيسې دواړو هېوادونو له ۴۲ زرو ډېرې د ناقانونه کډوالي هڅې شنډې کړي دي.





