خليلزاد: پر کنړ بريد د امريکا او ايران ترمنځ د سولې لپاره د پاکستان هڅې مسخره کوي

April 28, 26 Hamdullah Danish

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر اېکس ليکلي، پاکستان که څه هم د ايران او امريکا ترمنځ د سولې هڅې کوي؛ خو هممهاله یې کنړ کې پوهنتون او د ملکي وګرو کورونه په نښه کړي دي.
هغه زياته کړې، د پاکستان دغه ډول بريدونه به د ايران او امريکا ترمنځ د سولې هڅې مسخره کړي.
خليلزاد دغه راز له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې ياد بريدونه وغندي.
نوموړي زياته کړې، که څه هم پاکستان ياد بريدونه غندي؛ خو د ياد هېواد په غندلو باور ځکه نه دی پکار چې د اميد پر روغتون برید یې هم رد کړی وو؛ خو وروسته څرکنده شوه چې بريد پاکستان کړی دی.
د حکومت مرستيال وياند ويلي، ياد بريد کې څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰ نور ټپيان دي.