د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی

April 26, 26 Hamdullah Danish

 د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې ښايي سبا د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د بارانونو ورېدو ترڅنګ سېلابونه هم راووځي.
سرچینې دغه اټکل په پروان، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فارياب، غور، بادغيس، هرات، فراه، دايکندي، بامیان، غزني، ميدان وردګ، لوګر، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، تخار او بدخشان ولایتونو کې کړی دی.
د يادې ادارې په خبر پاڼه کې ليکل شوي، د باران اندازه به په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۰ ميلي مترو څخه تر ۳۰ ميلي مترو پورې وي او همداراز د هېواد مرکزي، غربي او جنوب ختيځې سیمې به له ۵۰ څخه تر ۸۰ کيلو مترو پورې د باد لرونکې هم وي.
دا په داسې حال کې، ده چې ورستیو بارانونو او سېلابونو د ځاني تلفاتو ترڅنګ ګڼ مالي تلفات هم اړولي دي.