یوناما: ملکي وګړي او تعلیمي بنسټونه باید خوندي وساتل شي

April 28, 26 KohiNoor

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د هېواد په ختیځ کې د پاکستان له لوري د تېرې ورځې د بریدونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې باید ملکي وګړي او عامه ځایونه، په ځانګړې توګه تعلیمي بنسټونه، له هر ډول زیان څخه خوندي وي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد ښار ته څېرمه سیمو کې یې د پرون ماسپښین په بریدونو کې د لسګونو ملکي وګړو مرګ‌ژوبله مستند کړې ده. 

په دغو بریدونو کې یو پوهنتون او نور ملکي تاسیسات په نښه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په اسعداباد کې پر پوهنتون او ملکي سیمو د توغندیزو بریدونو په پایله کې ۳ تنه شهیدان شوي او لږترلږه ۵۰ نور ټپیان دي.

یوناما د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده. 

دغه بنسټ یو ځل بیا پر ټولو لورو غږ کړی چې د ملکيانو ژوند ته درناوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ملکي تاسیسات په نښه کړي وو.