د رحمان الله ګربز: تمریناتي کمپ راته مهم ؤ، ځکه مې له ګیانا لوبډلې سره تړون لغوه کړ

(کوه نور، د اسد ۱۸، ۱۴۰۴):
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د ویسټ انډیز هیواد د کرابین کرکټ لیګ اړوندې ګیانا امازون واریرز لوبډلې سره یی د «دوه لکه او شپېته زره» ډالرو تړون په دې موخه لغوه کړ چې را روان آسیاجام ته د ښه چمتووالي په موخه د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې برخه واخلي.
ګربز ویلي، له ګیانا لوبډلې سره یی یو میاشت مخکې دوه کلن تړون لاسلیک کړی ؤ، خو دا چې د لیګ لوبو په خاطر ترې د آسیاجام او درې اړخیزې لوبلړۍ تمریناتي کمپ پاتې کېده، نو له یادو لوبو څخه لاس په سر شو. هغه ويلي، له همدې لوبډلې سره د راروان ۲۰۲۶ پړاو لپاره هم تړون لري، که چېرته ورسره بیا هم د افغانستان لوبې په ټکر کې راغلې، بیا به هم افغانستان ته لومړیتوب ورکوي.
ګربز زیاته کړې اوسنی عزت او شهرت یی ټول د افغانستان په ګټه د لوبېدو له کبله ترلاسه کړی دی او که بیا هم د افغانستان لپاره ښه ونه لوبېږي، د ټولو لیګونو لوبډلې به ورسره لارې جلاکړي.
نوموړی وایي، هر وخت چمتو دی چې د افغانستان د نوم او عزت په خاطر د نړۍ د هر کرکټ لیګ لوبې پرېږدي.
د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ لپاره علاقمندي لرې؟ ویلي: «د لوبډلمشرۍ علاقمندي نلرم، اوس مهال دواړه لوبډلمشران ښه روان دي، هو! خو د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړي له ما څخه د لوبډلمشرۍ غوښتنه وکړي، په هغه وخت کې به چمتو يم».
د خبریال د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې له خپلو لوبو دې خوښ یی او کنه؟ وویل: «زه د یو ورزشکار په توګه تمرین او خواري کولی شم او په دې برخه کې له خپلو هڅو څخه خوښ یم، زه به د نړۍ په سطحه له څو محدودو لوبغاړو څخه یم چې ډېر تمرین کوي، وایي ښې لوبې کول زما او زما د هېودوالو هیله ده، دوی تمې لري چې مونږ ورته لوبې وګټو، څومره چې مو په توان کې وي، هڅه کوو چې ډېر تمرین وکړو او ښې لوبې وکړو، له ۲۰۱۹ را پدېخوا هرکال راته له تېر کال غوره وي، زه یی وینم چې ورځ تر بلې او کال په کال د پرمختګ په حال کې یم».
ګربز دغه راز د خیریه کارونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي: «له تېرو ۴ کلونو راهیسې تر ۴۰۰ کورنیو ته کلنۍ او میاشتنۍ مصارف برابروم، پخوا مې هڅه دا وه چې دغه مسایل له رسنیو پټ وساتم، ځکه کوم رسمي خیریه بنسټ مې نه درلود او د شخصي لګښتونو رسنیز کول راته مناسب نه ښکاریده، په وینا یی په وطن کې غریبي بیخي ډېره او د خلکو توقعات ډېر شوي دي، هڅه کوي چې یو خیریه بنسټ ایجاد کړي، تر څو د بهرمیشتو هیوادوالو مرستې ورته راجلب کړي او په رسمي ډول په خلکو مرستې وویشي، ګربز وایی پیل یی له خوست څخه کوم او بیا به د هېواد ټولو ولایتونو ته د مرستو لړۍ وغځوم.»
ګربز په دغه مرکه کې د ښې خاطرې په توګه ويلي، نوموړی یوه ورځ د کابل په یوه اکاډمۍ کې په تمرین بوخت وو، په همدې وخت کې یو سپین ږیری هیوادوال چې بدن یی ټپونه لرل او په ویلچر کې ناست وو، د خپل زوی لخوا د ګربز ترڅنګ راوستل شو، له نوموړي سره تر ملاقات وروسته یی وویل: «ستا لیدل مې ارمان وو، که له دې وروسته مړ شوم، زړه کې مې ارمان پاتې نه دی.»