سویلي افریقا په دویمه شل اوریزه لوبه کې اسټرلیا ته ماتې ورکړه

(کوه نور، اسد ۲۱، ۱۴۰۴): دواړو هیوادونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د د روانې شل اوریزې لوبلړۍ دوهمه لوبه د ۵۳ منډو په توپېر سویلي افریقا وګټله.
یادې لوبډلې په دې لوبه کې په لومړي نوبت توپوهنې د ځوان توپوهونکي ډېوالد بریویس ۱۲۵ ناسوځېدلو منډو پرمټ په پوره شل اورونو کې ۲۱۹ هدف وټاکه.
اسټرلیایي لوبډلې په دویمې پاڼۍ کې د ۱۷،۴ اورونو له لوبولو وروسته د لسو ویکټو په زیان ۱۶۵ منډې جوړې کړې، د اسټرلیا په ګټه تر نورو زیاتې ۵۰ منډې ټایم ډېوېډ جوړې کړې.
د سویلي افریقا له اړخه په توپ اچونه کې کوربین بوش او کوینا مپاکا تر نورو ډېرې درې درې ویکټې واخیستې.
ډیوالډ بریویس په دغه لوبه کې د ۱۲۵ منډو او دوه کیچونو پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه اسټرلیا ګټلې وه او په پام کې ده چې پاب لوبه به یی د راتلونکې شنبه په ورځ ترسره شي او له هغې وروسته به دواړړه لوبډلې د اګسټ له ۱۹مې تر ۲۴مې نېټې د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړي.