د روغتیا نړیوال سازمان: د کونړ زلزله ځپلي له رواني ستونزو سره مخ شوي

کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): د روغتیا نړۍوال سازمان "WHO" خبر ورکړی، چې افغانستان کې زلزله ځپلي خلک له سختو رواني ستونزو څخه کړېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي، کنړ کې د زلزلې له امله یو شمېر زیانمنې شوې کورنۍ لا هم په دوامداره توګه د وېرې، بې خوبۍ او د شپې لخوا د بدو خوبونو له لیدلو شکایت کوي.
دې سازمان ویلي، چې د کنړ یو شمېر اوسېدونکي په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو رواني حالت د زلزلې د وروستیو ټکانونو له امله خورا ستونزمن شوی دی.
یادې ادارې پخپل یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې رواني ټولنیزې مشورې تر دې دمه محدودې دي او ټینګار یې کړی، چې د رواني مشورو برخه کې د ټولنیز ملاتړ خدماتو ډېروالی خورا مهم دی.
"ډبلیو ایچ او" وړاندې لیکلي، د خلکو رواني ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه یې د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ او د ننګرهار ولایتي روغتون ته د رواني روغتیا او ټولنیزې پاملرنې دوه ګرځنده ډلې لېږلې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان "ډبلیو ایچ او" لومړنۍ موندنې ښیي، چې د افغانستان ختیځ کې په څلورو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۶ روغتیايې مرکزونه د زلزلې له امله زیانمن شوي او له ۲۲۰۰ څخه ډېر ټپیان په لسو روغتیايې مرکزونو کې بستر شوي دي.
د یاد سازمان د شمېرو په اساس، تر ټولو لویه شمېره د ننګرهار ولایت په مرکزي روغتون کې وه، چې د ټپیانو ۵۸ سلنه نارینه، ۴۲ سلنه ښځې او نجونې او له ۱۰ سلنې څخه ډیر یې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.
سرچینې لیکلي، روغتونونه لاهم د ناروغانو له ګڼې ګوڼې سره مخ دي او د ټپیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د درملو او طبي اسانتیاوو دوامداره ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي.
باید وویل شي، چې د تیرې یکشنبې په شپه "د اګست په ۳۱مه" د ریښتر په کچه د شپږو درجو ناڅاپي زلزلې له امله د افغانستان په ختیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه په کونړ کې درانه تلفات او لوی مالي زیانونه واوښتل، چې پکې له دوه زرو او ۲۰۰ تنو ډېر مړه، له درې زرو او ۳۰۰ ډېر نور ټپیان او له شپږ زرو او ۷۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شول.