امریکا کې افغان کډوال رحمان الله لکڼوال د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو د ډزو په پېښه کې مشکوک بلل شوی
کابل (کوه نور، ۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا د قانون پلي کوونکو چارواکو ویلي، هغه کس، چې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ یې پر دوه امریکايي ملي ګارد سرتېري د ډزو په پایله کې ووژل شول، "رحمانالله لکڼوال" نومی افغان دی.
امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي، پېښه د ماسپښین شاخوا ۲:۱۵ بجې هغه مهال رامنځته شوه کله، چې بریدګر د واشنګټن ښار په مرکز کې د "فراګوت ویسټ" میټرو تمځای ته څېرمه پر دوو ملي ګارد سرتېرو ډزې وکړې.
د واشنګټن ډيسي پولیسو ویلي، بریدګر د امنیتي ځواکونو سره د نښتې پر مهال ټپي شوی او له نیول کېدو وروسته اوس تر درملنې لاندې دی.
په همدې حال کې یوشمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې لکنوال ۲۹ کلن دی او په ۲۰۲۱ کال کې د "Operation Allies Welcome" پروګرام له لارې امریکا ته تللی و، خو د ویزې له پای ته رسېدو وروسته، هلته په غیرقانوني ډول پاتې شوی و.
امنیتي سرچینو امریکايي رسنیو ته ویلي، چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې "FBI" دا قضیه په لاس کې اخیستې او دا پېښه یې د «احتمالي ترهګریز برید» په توګه تر څېړنې لاندې نیولې ده.
بلخوا، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د دې پېښې په غبرګون کې بریدګر «حیوان» بللی او خبرداری یې ورکړی، چې «درنه بیه به پرې ورکړي».





