کانګو کې د کولتان کان غورځېدل، لږ تر لږه ۲۲۷ کسان وژل شوي
خبرياله: نازو عمري
د کانګو د ختیځ کیوو ولایت په روبایا سیمه کې د «کولتان» کان غورځېدو په پېښه کې شاوخوا ۲۲۷ کسان مړه شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې کانکېنونکي له ضروري حفاظتي وسایلو پرته کان کېنده.
ددغه هېواد چارواکو یاده پېښه خواشینونکې بللې او د جدي څېړنو د پیل خبر یې ورکړی دی.
روبایا سیمه د نړۍ د کولتان د تولید یوه مهمه برخه ده او شاوخوا ۱۵ سلنه نړیوال تولید جوړوي.
ديادونې ده، چې له کولتان فلز څخه د ټیلیفونونو، کمپیوټرونو، د هوايي صنعت پرزو او ګاز توربینونو په جوړولو کې ګټه اخیستل کیږي.





