فطرت: تېر ورځ هېواد ته نېږدې ۹ سوه کورنۍ راستنې شوې

May 03, 26 Farmanullah zubairzai

 

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي، چې تېر ورځ هېواد ته بېلابیلو لارو څخه ۸۷۹ کورنۍ چې ۴ زره او ۶۱۷ کسان کېږي هېواد ته په جبرې توګه راستانه شوې دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه کورنیو کې د تورخم له لارې (۷۰۵)کورنۍ غړو شمير (۳۷۷۲)تنه، د سپين بولدک له لارې ۹۴ کورنۍ او ۵۲۹ تنه، نيمروز د وريښمو لارې ۶۷ کورنۍ او ۲۷۲ تنه، اسلام کلا او بهرامچې له لارې ۱۳ کورنۍ او ۴۴ تنه هېواد ته راغلي دي.

نوموړی زياتوي، چې له ۸۶۸ کورنيو سره يې نغدې مرسته او ۸۳۶ عدده سیمکارټونه يې هم وېشلي دي.