د اوربند پای او د جګړې بيا پيل؛ غزه کې حملو زور اخیستی

December 02, 23 Khatira Ishaqzai

د اسراییلو پوځ وايي، د دوی جنګي الوتکو د يوې ورځې په ترڅ کې غزه کې ۲۰۰ هدفونه ويشتلي.

د دوی په خبره، حماس د اوربند له پای ته رسېدو مخکې د دې هیواد پر قلمرو د توغنديو ډزې کړي دي.

بل خوا بيا حماس ادعا کړې چې اسراييلو يې څو تګلارې رد او هوايي بریدونه یې پيل کړي دي.

د غزې د روغتيا وزارت وايي، يوازې د پرون ورځې په څو لومړينو ساعتونو کې یې له ۱۰۰ زيات اوسېدونکي په دې حملو کې ووژل شول.

د يادونې ده چې د حماس او اسرايیلو ترمنځ د اوربند تړون اونۍ وړاندې ترسره شوی و‌.

هم مهاله ملګرو ملتونو د يادو ډلو تر منځ د جګړې بيا پيل ناورين بللی او وايي، ښکېل اړخونه باید د ملکي وګړو ساتنه او د نړیوالو بشري قواننیو په اساس غزې ته د بشري بنسټونو تګ راتګ یقیني کړي.