ننګرهار کې مصنوعي ځنګل جوړیږي

د ننګرهار د کرني او مالدارې ریاست، د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بحراباد په سهاکو دښته کې پر څلور زره جریبه ځمکه د مصنوعي ځنکل د جوړیدو خبر ورکوي.
د یاد ریاست مسوولان وایي، یاد ځنګل کې ۸ زره بیلابیل ډوله نیالګي کېښودل کیږي او زیاتوي چې د دغه ځنګل د جوړولو پر مهال به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دوی وایي، هر کس ته به د میاشتې اوه زره افغانۍ ورکول کیږي او د دغو ځنګلونو په جوړولو سره به سیمه زرغونه او د چاپیریال د ککړتیا مخه ونیول شي.