د رياست الوزرا اداري مرستيال: سرپرست حکومت د پانګوالو او سوداګرو امنيت ته خاصه پاملرنه کوي

د رياست الوزرا اداري مرستيال له ګڼو ترکي پانګوالو سره په ليدنه کې ويلي، حکومت يې د پانګوالو او سوداګرو امنيت ته ځانګړې پاملرنه کړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، اداري مرستيال ويلي، په افغانستان کې د ټولو کورنيو او بهرنيو پانګوالو ملاتړ کوي او په دغه برخه کې ورته هر ډول اسانتياوې برابروي.
خبر پاڼه زياتوي، ترکي پانګوالو ډاډ څرګند کړی چې دوی به د کانونو په استخراج، د فابريکو په جوړولو، کرنې او نورو ګڼو برخو کې پانګونه وکړي.
دغه ليدنه داسې مهال کيږي چې د ۷۷ترکي شرکت مسوولينو د اوبو او انرژۍ له وزير سره په ليدنه کې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د ياد شرکت مرستيال بوراک اونسال ويلي، دوی به په هرات کې د بادي او د سروبي ۲ برېښنا د توليدي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.